«فضل الله وحيدي په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ»
د کونړ او
هرات پخوانی والی فضل الله وحيدي چي څو اوونۍ دمخه په اسلام آباد کي تښتول سوی وو،
په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ. افغان او پاکستاني چارواکو د هغه آزادي تائيد
کړې، خو له جزئياتو څخه ئې ډډه کړې ده.
کونسلگرۍ ويلي دي چي
وحيدي د پاکستان امنيتي ځواکونو دوی ته سپارلی دئ.
پاکستاني چارواکو ويلي
دي چي د افغانستان پخوانی والي وحيدي، په خيبر پښتونخوا کي آزاد سوی دئ. خو دا نه
دي ويل سوي چي چا تښتولی وو او څرنگه بيرته آزاد سو.
د کونړ او هرات
ولايتونو پخوانی والي سيد فضل الله وحيدي د روان کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۱۲
نېټه د اسلام آباد په يوه امنيتي سيمه کي نامعلومو کسانو تښتولی وو.
د وحيدي تر تښتولو
وروسته د هغه لمسي په پاکستان کي پوليسو ته ويلي ول چي نېکه ئې بريتانيا ته د وېزې
تر لاسه کولو له پاره راغلی وو.
د دغي تښتوني مسئوليت
يوې ډلي هم نه وو منلي او د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي ول چي په اړه هيڅ معلومات
نه لري، خو د هغه د موندلو له پاره ئې هڅي پيل کړي دي.