طالبان: د بغلان په پرونۍ جګړه کې ۲۶ امریکایې او داخلي
عسکرو ته مرګ-ژوبله اوښتي
نن
ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۵مه، ۱۳۹۴
ل): د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په ډنډغوري او ډنډشهاب الدین سیمو کې د تېرو
ورځو په څېر اوس هم جګړه روانه ده او تر پخوا سخته سوي ځکه چې د جګړې ډګر ته
امریکایې ځواکونه هم رسېدلي دي.
تېره
ورځ امریکایې او داخلي ځواکونو په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې عملیات پیل
کړل، ځایې خلک وایې چې دغه عملیات تر پخوا ډیر سخت وه او د ګډو ځواکونو مرسته په
دوه پنځوس ډوله، بې پلوټه او اپاچي هلیکوپټرو کېدل.
د
طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې امریکایې
جنګي الوتکو د ولسي خلکو پر کورونو بمباری کړي او طالبانو د بهرني او داخلي عسکرو
سره سختي جګړې هم کړي دي.
مجاهد
زیاتوي چې سهار مهال ددوی ځواکونو د نیازالله سیمي څخه تکتیکي شاتګ وکړ خو ماښام
مهال یې یو ځل بیا خپل سنګرونه خوندي کړل او ګډ ځواکونه یې د سیمي څخه پر وتلو
مجبور کړل.
ذبیح
الله مجاهد وایې چې د تېري ورځي په جګړه کې ۵
امریکایې او ۱۵ داخلي عسکر وژل سوي، ۶
امریکایې او ځیني نور داخلي عسکر ټپیان سوي دي، نوموړۍ زیاتوي چې د تېري ورځي په
جګړه کې ددوی ۵ طالبان وژل سوي او ۳
ټپيان دي.
د
ډنډغوري او ډنډ شهاب الدین سیمو نژدې لس زره کورنۍ د خپلو کورنو پریښودلو ته اړل
کړل سوي، ځایې خلک د جګړې څخه سر ټکوي او د حکومت څخه د جګړې ختمولو غوښتنه کوي.