د نوي قانون له تصویب سره په آلمان کې د کډوالو په وضعیت کې څه بدلون
راغی؟
د آلمان پارلمان د مهاجرو
لپاره د «قانون دوهمه بسته» او د مهاجرو د اخراج په قانون کې بدلون تصویب کړ. له
دې پریکړې سره حکومت غواړي چې په آلمان کې د مهاجرو شمیر راکم کړي.
وروسته له هغې چې د آلمان د حکومت کابینې د
مهاجرو لپاره د «قانون د دوهمې بستې» په نامه یوې پریکړه وکړه، د دې هیواد پارلمان
د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال فبروري ۲۵مه) دغه بسته وروسته له تندو بحثونو وروسته تصویب
کړه. د دغه قانون غټ ټکې په لاندې ډول دي:
د پناه غوښتنې د پروسې گړندي
کول:
له هغو پناه غوښتونکو سره چې د پاتې کیدو
چانس ېی ضعیف دی، به په اصطلاح داسې قانوني چلن وشي، لکه چې همدا اوس د هوا له
لارې د آلمان هوايي ډگرونو ته له رسیدونکو پناه غوښتونکو سره کیږي. له هغو
مهاجرینو چې د آلمان هوايی ډگرونو ته رسیږي سمدلاسه مصاحبه یا «انترویو» کیږي او د
پناه وړنکو لپاره د فدرال اداره یې د پناه پرغوښتنه غور کوي.
د نوي قانون له مخې وروسته له دې هغه پناه
وړنکي چې د ځمکې له لارې هم آلمان ته داخلیږي، د هغوی د پناه غوښتنې د غور پروسه
او د ضروت په صورت کې د یوې محکمې فیصله، دا ټول باید د درې اوونیو په منځ کې بشپړ
شي.
د دغه قانون د تطبیق لپاره په یوه محدوده
ساحه کې د مهاجرو اوسیدل او پاتې کیدل الزامي گرځي. که چیری مهاجرین د خپلې
استوگڼې له محدودې ساحې څخه ووځي، نو د هغوي د پناه غوښتنې پروسه سمدلاسه درول
کیږي. البته یوازې یو وار چانس ورکول کیږي چې بیرته دغه پروسه پیل شي، پرته له دې
دغه مهاجر د پناه غوښتنې له حق څخه محرومیږي.
د کورنې د غړو راوغوښتل:
هغه مهاجر چې موقتي اقامه ترلاسه کوي، تر
دوو کلونو پورې نه شي کولای چې د خپلې کورنې نژدې غړي له بهر څخه آلمان ته
راوغواړي. دغه مقررات د لږ عمرلرونکو مهاجرو لپاره هم د تطبیق وړ دي، خو په دې اړه
ځینې خاص استثناء کیدای شي چې په پام کې ونیول شي. د بیلگې په توگه یو له اتلس
کلونو ټیټ عمر لرونکی مهاجر چې د موقتي پناه مستحق شوي وي، تر دوو کلونو پورې نه
شي کولای چې خپل مور یا پلار آلمان ته روغواړي.
د مهاجرو د قانون په دوهمه بسته کې د کورنې
د غړو د راغوښتلو د حق محدودول تر ټولو نورو موضووعاتو زیات په پارلمان کې تند
بحثونه راوپارول. د سوسیال دیموکرات گوند (SPD) د حکومت له نورو ائتلافي ملگرو مسیحي دیموکرات او
مسیحې سوسیال، سره په دې هکله یوې هوکړې ته رسیدلی وو چې د نوموړي حق د محدودولو
په بدل کې به د مهاجرو د احتمالي سهمې موضوع په لومړیتوبونو کې نیول کیږي. د بیلگې
په توگه له ترکیې سره په خبرو اترو کې د داسی یوې سهمې د زیاتولو موضوع به عنوان
کیږي. خو دا لا تراوسه یوه گنگه او نا معلومه موضوع ده.
د ناروغو کسانو په اخراج کې د
مقرراتو سختول:
وروسته له دې هغه کسان چې ډير سخت ناروغ دي
او یا د اخراج په صورت کې د ناروغۍ له امله یې ژوند په خطر کې لویږي، هغوی د
«اخراج د ممانعت» له قانون څخه برخمن کیږي. معنی دا چې په آلمان کې به پاتې کیږي.
سربیره پر دې، رد شوي پناه وړنکي چې د اخراج له گواښ سره مخامخ دي، د نوی قانون له
مخې باید «سمدلاسه» د ډاکتر تصدیق وړاندی کړي، پرته له دې د هغه نوره خبره د منلو
وړ نه ده.
د ادغام د کورسونو د لگښت د
یوې برخې منل:
مهاجر باید د ادغام د کورسونو په لگښت کې
ونډه واخلي. د دې لپاره د مهاجر د «خوراک - څښاک او سرپناه» لپاره پیسو کې چې په
آلماني اصطلاح د «سوسیال هیلفې» په نامه یادیږي او د بیکارې د دوهم معاش یا «هارڅ
فیر» له کچې څخه هم ټیت دی، په میاشت کې لس ایرو کموالی راوستل کیږي.
د جنايي دوسیې د نه درلودلو یا
په اصطلاح د کریمنل ریکارد تصدیق
هغه کارکونکي چې د مهاجرو په کمپونو کې د
لږعمر لرونکو مهاجرو او یا ماشومانو پالنه کوي او یا هغوی ته زدکړې ورکوي، باید د
پولیسو له دفتر څخه د جنايي جرایمي د تصفیې تصدیق ولري. له دې لارې حکومت غواړي چې
ماشومان او نوي ځوانان د جنسي او داسی نورو تیرو څخه محفوظ وساتي.
د مجرم بهرنیانو ژر اخراج
وروسته له دې کوچني جرایم هم کولای شي چې
یو بهرنی په آلمان کې د اقامت له حق او یا یو مهاجر د پناه ورکولو له حق څخه بې
برخې کړي. تر اوسه پوری یو بهرنی هغه وخت د اخراج له گواښ سره مخامخ کیده چې د یو
جرم له کبله به څو کاله قید محکوم شوی وای خو وروسته له دې د ژوند، جسمي
خپلواکمنتوب او یا د چا د شتمني پر ضد سخت جرایم هم په تعلیقی سزاو کې راوستل شوي
دي.
که چیرې یو مهاجر داسې جرم تر سره کړي، نو
سمدلاسه د کډوالو لپاره د آلمان فدرال ادارې ته هم خبر ورکول کیږي.