اروپا ته د يو ميليون مهاجرو د
راتگ اټکل
د اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت (فرونتکس) مشر
اټکل کوي چي په روان کال کي به هم اروپا ته نژدې یو ميليون مهاجر راسي. «دا به
بريا وي که اروپا ته د مهاجرو راتگ تر ۲۰۱۵م
کال لږ وي.»
د
اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت مشر فابريس ليگيري، ويلي دي چي د
سوريې وضعيت ته په کتو سره به په روان کال کي هم تر يوه ميليون پوري مهاجر د اروپا
پر لور حرکت وکړي.
هغه
ويلي دي چي اوس تر ټولو مهمه دا ده چي له مقدونيا سره د يونان په سرحد کي مهاجر د
نوم ثبتولو مرکزونو ته ولېږل سي. هلته بيا روښانه سي چي له دوی سره څه وسي. له بده
مرغه چي د دوی ډېر لږ په يونان کي د پناه غوښتنه کوي، نور ټول ئې جرمني يا سويډن
ته د تگ تلاښ کوي.»
ليگيري
ويلي دي چي که د آژه درياب له لاري اروپا ته د مهاجرو راتگ کنترول سي، نو مهاجر به
له نورو لارو اروپا ته ځانونه ورسوي: «تجريبو دا وښودله چي اغزن دېوالونه او په
اوبو کي ماموريت د مهاجرو مخنيوی نه سي کولای.»
هغه
زياته کړې ده چي که دغه لاري بندي سي، نو ډېر مهاجر به د ليبيا له لاري ايټاليا ته
ځانونه ورسوي. داسي فکر هم کيږي چي د روسيې او اوکراين له لاري به مهاجر رامات سي
او يا به له يونان څخه مخ د ايتاليا پر لور.
د
اروپايي ټولني د بهرنيو سرحدونو د ساتلو ماموريت مشر ويلي دي چي که هر هيواد په
يواز سر د سرحدونو په تړلو سره د مهاجرو مخنیوی غواړي، نو دا مرسته نه سي کولای.
کله چي هنگري خپل سرحد په اغزن دېوال سره بند کړ، نو مهاجرو د بالکان هيوادونو
لاره خپله کړه.
د
دغي ستونزي د حل له پاره يو بشپړ اروپايي حل ته اړتيا ده چي د اروپايي ټولني پر
ټولو هيوادونو مهاجر ووېشل سي او د شنگن تړون وساتل سي.