سپوږمۍ په پښتو ادبياتو کښي
سپوږمۍ د كايناتو يو ښكلى
موجود او د ځمكې د كورې يوازنى چولګ دى چې په خاص نظم او حساب ترې راڅرخي. سپوږمۍ
د پښتو ادب يوه خوږه او خوندوره كليمه ده.
سپوږمۍ د پښتو ادب يوه خوږه او خوندوره
كليمه ده چې كله مين د زړه خواله ورسره كوي. كله د يار مخ ورسره تشبيه كوي او كله
د رويبارۍ بلنه وركوي.
په نجومي محاسباتو او د كاينات پېژندنې په
علومو كې سپوږمۍ بيا له ادبي ژبې او ادا څخه بېل وېش او پوړۍ لري، هلته سپوږمۍ
لومړى د يوې كورې او جرم په حيث پېژندل كېږي او بيا د هغې د بڼې بدلون او تغير او
د هغې د چورليدو وخت او زمان بېلابېل نومونه لري او بېلابېل تعبيرونه.
په عربي ژبه كې د سپوږمۍ جرم، قرص او ټيكلۍ
ته قمر وايي، دوراني مودې ته يې چې دېرش يا نه ويشت ورځې ده د شهر نوم اخلي، د
رابريدو د لومړۍ ورځې حالت ته يې هلال وايي، د تكميل او بشپړېدو حالت يې بدر بولي
او كله چې د مياشتې په پاى كې بېرته تياره شي نو محاق ورته وايي.
زموږ په اوسنۍ روانه پښتو كې د سپوږمۍ د
يادو شويو پنځو واړو حالتونو او تعبيرونو لپاره يوازې درې كليمې ويل كېږي : مياشت
د هلال نوم هم دى او د شهر هم، سپوږمۍ قمر ته هم وايي او بدر ته هم او تروږمۍ بيا
د محاق لپاره ويل كېږي.
خو په زړه پښتو كې بيا داسې نه ده، هلته هر
حالت او هر تغير بېل نوم لري: د قمر ټاكلي دوراني حالت يعنې شهر ته مياشت وايي،
هلال يا نوې رابرې شوې مياشتې ته اوږمكه يا اوږمكۍ وايي، د بدر يا ماه تمام حالت
يې سپوږمۍ بولي، د محاق دورې ته يې د تروږمۍ نوم اخلي او د قمر د كورې او جرم نوم
بيا اوږمۍ دى. بلكې اوږمۍ د مياشتې تر دوراني ميعاد پرته د نورو ټولو حالتونو
لپاره بنيادي نوم دى، دا ځكه چې دا د ټولې كورې او قرص نوم دى ا و پاتې نور نومونه
له همدې نامه نه مشتق شوي او رازېږېدلي دي.
ميرزاخان انصاري وايي:
دوې وروځې تكې تورې پرې د پاسه وسمه كړې
لكه اوږمۍ دي نرۍ كرشمه يې دلبري كا
سعيد خټك وايي:
چې يې نمر ،اوږمۍ نسبت نعل د اس دى.
د سعيد اميد د بوس دغه ركاب شه
د هلال لپاره له همدې اوږمۍ نه د تسخير د
علامې (كه ، كۍ) په زياتولو سره اوږمكه او اوږمكۍ جوړه شوې ده. خوشال بابا وايي :
چې كمال لري زوال ورلره تل وي
اوږمكه كله پوره كله نيمګړې
يا
ورته گوره زما يار څه نندار ه دى
لكه اوږمكۍ په ستورو كې ښكاره دى
حميد بابا وايي:
په هغه صحرا كې شاه كړه خيمه لكه
لكه عين په اسمان كې وه اوږمكه
يا
له فلكه سوال د نس لپاره مه كړه
دركوي كه په كچكول كې اوږمكه
د اوږمۍ د بدر حالت ته چې د ماه تمام حالت
دى په پښتو كې سپوږمۍ وايي. جالبه ده چې د سپوږمۍ تركيبي كليمه هم د اوږمۍ په
وروستاړي جوړه شوې ده يعنې سپينه اوږمۍ چې د تركيب د لنډيزي قانون په بينا سپومۍ
شوې او د زيات استعمال او له ژبې نه د اوږمۍ د اصلي لغت په گوښه كېدو سره داسې چسته
او روانه كليمه ترې جوړه شوې چې د تركيبي جوړښت په باب يې لږ فكر شوى دى او له بلې
خوا دومره ادبي شوې او خوږه شوې چې خاصه سامعه نوازي يې موندلې ده :
خط پر مخ د صنم راغى
كه سپوږمۍ شوه په هاله كې
دايې غاښ په خوله كې زېب كا
كه ژاله شوه په لاله كې
(حميد بابا)
يوازې سپوږمۍ د اوږمۍ له تركيب نه نه، بلكې
د هغې د محاق حالت او كليمه تروږمۍ هم د اوږمۍ په تركيب ولاړه ده ، توره اوږمۍ چې
د زيات استعمال او د تركيب د لنډيزي خاصيت له امله تروږمۍ شوې او د اوږمۍ هغه حالت
تصويروي چې له سترګو نهامه وي او د شپې تياره په خپل ټول قوت په دنيا راخوروي.
د محاق حالت د تروږمۍ پر نامه سربېره دوه
اصطلاحي تعبيرونه هم لري چې يو يې “ مياشت بډې كېدل” او بل يې “ مياشت لمر اخيستل
دي” دا د اوږمۍ هغه حالت دى چې ۲۹ يا ۳۰ شپې ته ورسېږي، په دې سهار اوږمۍ تر لمر څو شيبې
وړاندې راخېژي او لمر يې اخلي (پټوي) يا يې لمر په “ بډه وهي” چې د دې خاص حالت
لپاره ما په عربي كې بل كوم عام تعبير ونه موند.
په دې ترتيب د سپوږمۍ د زړو نومونو په
راژوندي كېدلو سره موږ گورو چې له يوې خوا د نجومي تعبيرونو، جغرافيايي اصطلاحاتو
او د كايناتو د څېړنې په وخت كې بشپړه لغوي پانګه په لاس كې لرو، له بلې خوا دا
نومونه داسې منظم او بنسټيز اشتقاق شوي چې په بله يوه ژبه كې هم د اوږمۍ او د هغې
د بېلابېلو حالتونو په باب نشته.
د دې څېړنې په رڼا كې موږ د اوږمۍ او د هې
د بېلابېلو حالتونو لپاره دا نومونه داسې بېلولى شو:
“مياشت ” د “اوږمۍ” د دوراني حالت چې دېرش يا نه
ويشت ورځې وي نوم دى.
“اوږمۍ” د “قمر” د قرص ، جرم او ټيكلۍ نوم دى.
“اوږمكه يا اوږمكۍ” يې د روښانتابه لومړنۍ دوره او
د “هلال” نوم دى.
“سپوږمۍ” يې د “بدر” يا پشپړې روښنايۍ وخت دى او
تروږمۍ يې د محاق يا د مياشتې د تورېدو او ختمېدو حالت دى.
د اوږمۍ دا لړۍ دومره پراخه ده چې اوس د
اوږمكۍ د تركيب په تقليد د سپوږمۍ له تركيبي كليمې نه د سپوږمكۍ نوى تركيب هم جوړ
شوى چې مصنوعي سپوږمۍ ته ويل كېږي :
زما اوس تا تر منځ شول غرونه
سپينې سپوږمۍ ته سلام كړه سلام به كړمه