د مقدونيا په سرحد کي په زرونو
مهاجر بند پاته دي
تر۴۰۰۰ ډیر مهاجر د دوشنبې ورځي
له سهار څخه د یونان بندري ښار پیرویس ته رسیدلي دي. هغوی په درو کښتیو کي راغلي
وه او غوښتل یې د یونان د شمال له لاري غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.
خو
هغه بسونه چي دوی یې باید انتقال کړي وای، د رسنیو په حواله په لومړي سر کي نه
راغلل. د سیمي د یوه خبریال په عقیده، ښایي پولیسو عملأ غوښتل، د مقدونيا له سرحد
سره د ترافیکي ازدحام مخنیوی وکړي.
مقدونيا
له یکشنبې ورځي راهيسي د افغان مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه تړلي دي او یوازي
سوريايانو او عراقيانو ته د تیریدو اجازه ورکوي. په دې ډول نو تر ۵۰۰۰
زيات کډوال د یونان خواته بند پاته دي.
تر
دې دمخه مقدونيا یوازي افغانانو، عراقيانو او سوريايانو ته اجازه ورکول چي له
سرحدونو ئې اروپايي هیواونو ته تير سي.
د
يونان د کډوالو او مهاجرو وزارت مرستیال یاونیس موڅولاس، د دغه هيواد له تلویزيون
سره په خبرو کي د مقدونيا دغه عمل تائيد کړی دئ او زياته کړې يې ده چي د مقدونيا
دغه عمل «د اروپايي ټولني د وروستۍ سرمشریزي مطابق نه دی.»
د
اروپايي ټولني د غړو هيوادونو مشرانو تیره پنجشنبه پریکړه وکړه، چي تر مارچ میاشتي
پوري يعني د دغي ټولني تر بلي سرمشریزي پوري به سوريايي، عراقي او افغاني مهاجرو
پر مخ د بالکان لار خلاصه وي.
د
یوناني چارواکو د معلوماتو پراساس مقدونيا نه پریږدي، چي افغان مهاجر لویدیځي
اروپا ته تیر سي، ځکه چي د دوی په خبره صربستان له یکشنبې ورځي راهیسي د افغانانو
پر مخ سرحد تړلی دی.