نواز شريف او عمران خان په شريکه نوي
طالبان جوړوي
په پاکستان کې په لومړي ځل چې رياست او ادارې د جنوبي
وزيرستان کومو طالبان وګواښلې، د هغو امير نېک محمد وزير و چې د امريکا په ډرون
بريد کې ووژل شو.
په ٢٠٠٧ام کال کې په ټول هېواد کې فعالو ترهګرو د تحريک
طالبان پاکستان په نوم تنظيم جوړ کړاو بیت الله محسود يې امير وټاکه. بیت الله
محسود او د هغه ځايناستى حکيم الله محسود هم د ډرون د بريدونو ښکار شول.
دغه راز د طالبانو نور مهم کسان لکه قاري حسین، ولي
الرحمان محسود، الياس کاشميري او نور په څو کالو کې پرله پسې په ډرون بريدونو کې
ووژل شول.
د حکيم الله محسود نه وروسته د سوات د طالبانو امير ملا
فضل الله وټاکل شو، په هغه پسې امريکايي ډرون او پاکستانۍ ادارې لګېدلې وې، له دې
وجې هغه د نورو طالب مشرانو په څېر په خپله میدان ته نه شو راتلى، نو ځکه يې د هغه
نورو په څېر کنټرول هم ترلاسه نه کړ.
طالبان په ډېرو ډلو کې خواره شول، لومړى د ولي الرحمان
محسود ډله بېله شوه، بيا د مومند اېجنسۍ طالبانو خپله ډله د جماعت الاحرار په نوم
ځان ته جوړه کړه، د اورکزۍ اېجنسۍ امير حافظ سعيد حقاني په داعش کې شامل شو او د
پنجابي طالبانو امير له حکومت سره سوله وکړه.
په بېلا بېلو ښارونو کې د استخباراتو د عملياتو په ترڅ کې
د طالبانو ځينې مشران ونيول شول يا بيا ووژل شول. د ملک اسحاق په څېر د لشکر جنګوي
مشران د پنجاب پوليسو سره په مقابله کې ووژل شول. په رسنيو کې د طالبانو په سرګرمو
پابندي ولګېده او د پوځ پر ښوونځي د بريدونو په څېر د نورو بریدونو کولو په وجه په
ولس کې د طالبانو خلاف کرکه او غصه ډېره شوه.
د جماعت اسلامي، تحريک انصاف او جې يو آی په څېر ګوندونه
هم د مجبورۍ نه د طالبانو خلاف شول او د اې اېن پي. اېم کيو اېم او پي پي پي په
شان ګوندونو سره په يو صف کې ودرېدل. بله دا چې په شمالي وزيرستان کې به هغوى چېرې
پټېدل، پوځ د عملياتو په ترڅ کې هغه ځاى په خپله قبضه کې واخيست.
که عددونو او شمېرو ته وګورو نو په ترهګريزو بريدونو کې
کمى راغلىاو د ټول ولس بايد چې د وزيراعظم او د هغه د ملګرو په څېر مطمينه شي، خو
د دوى په پرتله زما تشويش زياتېږي.
ماته نه ښکاري چې دا دې زموږ پوځي ځواکونو، پوليسو او
ځوانانو د ورکړې قربانۍ پایله وي، د کوم خوب په ليدو چې هغوى دغه قربانۍ ورکړې دي.
ماته په ټول پاکستان او په خاصه توګه د پښتنو په سيمه کې يو نوى او خطرناک
طالبانائزېشن وده کوونکى ښکاري. ښايي د هغوى نوم به طالبان نه وي خو کار به د هغوى
د طالبانو په څېر يا د دوى نه هم ډېر خطرناک وي.
کېداى شي د دوى ږيرې هم نه وي، خو د اوسنيو طالبانو په
پرتله به هغوى ډېر په خطرناک ډول د دولت سره جنګېږي، هغه به د اوسني طالبانو نه په
جديدو آلاتو او جديدو وسايلو کې ډېر پرمختللي وي او په دولتي ادارو کې دننه، به د
دوى نه زيات اثر ولري.
د دغه طالبانو تشدد به د کوم مذهب، کومې قاعدې، د کومو
رواياتو پابند هم نه وي او په دغه طالبانائزېشن کې به د بدل اخيستو او کرکه ډېره
زياته وي. په دغه طالبانو کې به د پوهنتونونو وائس چانسلران هم وي، پروفیسران او
استادان به هم په کې وي، لوى لوى دانشوران، شاعران او اديبان به هم له دوى سره وي،
تعليم يافته ځوانان به هم ورسره وي، علماء او لوى لوى قبايلي مشران به هم دوى سره
ولاړ وي.
د اوسني طالبانو په څېر به هغوى د کورونو نه باغيان نه وي
بلکې د خویندو مېندو دعاګانې به ورسره وي او د هغوى زنانه به د هغوى سره اوږه په
اوږه ولاړې وي.
د افسوس خبره خو دا ده چې ميا نواز شريف او عمران خان په
شريکه لګيا دي دا نوې طالبان جوړوي، نور مشران يا خو دوى سره مرسته کوي او يا بيا
د دې هر څه تماشه کوي او رسنۍ خو د خپلو کتونکو زياتولو لپاره له ډرامونه
وزګارېږي، نو ځکه د هغوى نه، دې نویو طالبانو ته څه پام شته او نه نور پاکستان د
دې نه خبروي.
له دې سيمې نه فکرونو هجرت کړى، تاجران يا خو بهرنیو
ملکونو ته تللياو يا نور پاکستان ته، د ادب او کلتور جنازه وتې ده، د دې ځاى
شاعري، ادب او حتٰى موسيقي هم د جنګ، ټوپک، بمونو او محرومۍ د تذکرو نه ډکه شوې
ده. ماشومان اوس د پټپټوني پر ځاى د ځانمرګيلوبې کوي.
موږ اورېدلي وو چې دولت د مور په څېر وي، خو په دې سيمو
کې دولت د میرې او جاهل پلار شکل اخيستى دى. زما د مور چې په ما کوم عظيم احسانونه
دي، په دې کې يو عظيم احسان دا هم دى چې هغې ټول عمر زما د لاس نه د ټوپک د اخيستو
کوشش کړىاو د کتاب او قلم د راکولو کوشش يې کړى دى، خو نن سبا په پښتونخوا کې
حکومت زده کوونکي د ټوپک او بارودو سره اشنا کوي او پروفېسران په دې مجبوروي چې د
ټوپکو سره صنفونو ته راشي.
اول په سوات او قبايلي سيمو کې د امن لښکر په نوم د دولت
په سرپرستۍ کې وسله والې ډلې جوړې شوې او اوس د تحريک انصاف حکومت استادانو او
پروفیسرانو له په دې وجه سزاګانې ورکوي چې دوى د وسلې سره ولې نه راځي.
د کله نه چې د مسلم ليګ حکومت راجوړ شوى، هغوى د وسلې د
لائسنسو جوړولو لپاره نوې پالیسي جوړوي او تر ننه پورې هغه پالیسي نه ده جوړه شوې،
خو ماسره د صوبې د اېس اېچ او يوه ويډيو ده چې په هغې کې هغه د رسنيو په شتون کې
وايي چې د پوهنتونونو او کالجونو استاذانو او زده کوونکو ته مو پرته له لائسنسه د
وسلې اېښودو اجازه ورکړېاو موږ په خپله د کالجونو او پوهنتونونو په کارکوونکو
باندې وسله تقسيموو.
موږ چې کله ښوونځي کې سبق وایه، نو په هغه وخت کې به د
هغه زده کوونکي خیر نه وو، د چا په بسته کې چې به چاقو و، خو اوس د پښتونخوا حکومت
استادانو ته د وسلې ساتلو امر کوي.
د پښتنو په کورونو کې اکثر وخت وسله پرته وي، خو د خویندو
میندو دا کوشش وي چې خپل بچي او ځوانان د وسلې نه لرې وساتي، ولې د ميا نواز شريف
او عمران خان په حکومت کې موږ ته ښوونکي زموږ خویندو میندو ته اوس په تعليمي ادارو
کې د ټوپک چلولو ټرېننګ ورکولکېږي.
کله چې په باچا خان پوهنتون بريد شوى ونو هغه وخت د عمران
خان د حکومت د تعليم دواړو وزيرانو (د لوړو زده کړو وزير مشتاق غني او د پرائمري
عاطف يوسفزي) په برېتانيه کې عیاشي کوله، فقط وزير اعلٰى د تنقيد نه د ځان بچ کولو
په خاطر راغی، خو دغه دواړو د دې پېښې نه وروسته هم اته ورځې هلته تېرې کړې. د دوى
خلاف خو به نه عمران خان څه قدم پورته کړی وي او نه به پروېز خټک څه کاروايي وکړي،
خو بل خوا صوبايي حکومت په خپل څېړنيز رپوټ کې د پوهنتون د وائس چانسلر خلاف د
کاروايۍ سفارش کړى.
د ډېرې غصې نه وائس چانسلر ډاکټر فضل الرحيم په يوه
تيلويزوني خپرونه کې تر دې پورې وويل چې هغه ته د دې خبرې سزا ورکول کېږي چې په
دغه ورځ ولې په دغه پېښه کې ژوندى پاتی شوی او دا چې حکومت ته يې په پوهنتون کې د
مزايل لګولو وويل.
د پېښور پوهنتون وائس چانسلر د تحريک انصاف د يو اېم اېن
اې د جعلي ډګرۍ په کېس کې د ذليلولو کوشش وکړى شو، د سوات پوهنتون وائس چانسلر د
اېم اپې ګانو له خوا په ډېر بد حال کې رخصت شو، د صوابۍ پوهنتون وائس چانسلر سره د
سپيکر ورور بدمعاشي وکړه، د مردان پوهنتون وائس چانسلر د نېب په لاسو راونيول شو،
د اسلاميه کالج يونيورسټۍ وائس چانسلر د طالبانو په قید کې ږيره سپينه کړه او واپس
راغلو.
اوس د باچا خان پوهنتون وائس چانسلر په دې جرم کې د لرې
کولو کوشش کېږي چې په دغه پوهنتون طالبانو بريد ولې وکړ، په دغه هېواد کې داسې څوک
نشته چې دا پوښتنه وکړي چې فضل الرحيم د پوهنتون رئيس دى که وزير داخله؟
چې فکرونه او سرمايه ولاړه شي، نوى کهول په دولتي سطحه د
بم او ټوپک سره وتړل شي، استادان او چانسلران چې ذليله کېږي او چې د کاروبار ذريعې
ختمې شي نو د راروان نسل نه چې طالبان نه جوړېږي نو څه به ترې جوړېږي؟
د دې سيمې د خوشحالۍ او د پرمختګ لپاره يوه لاره د چين
پاکستان اکنامک کارېډور په شکل کې راښکاره شوې وه، هغه هم ميا نواز شريف او احسن
اقبال صیب د پاکستاني سياست مدارانو د نا اهلۍ له وجې له دوى نه وتروړله.
په داسې حال کې چې افغانستان يو ځل بيا د خانه جنګۍ پر
لور روان دى، د پاکستان په سرحدي سيمه د طالبانو قبضه روانه ده، چې د پاکستان په
سرحد هره ورځ په زرګونو خلک بې وېزې او بې تپوسه ځي راځي، نو د پاکستان د پښتنو په
سيمه کې به سوله څنګه راشي؟
هسې تاسو لږه اندازه وکړئ چې دلته به کوم ډول
طالبانائزېشن وي او دا نوي طالبان به د پاکستان دولت لپاره څومره لوى سر دردى وي.
ما چې کله د چين پاکستان اکنامک کارېډور د مغربي روټ په
اړه دومره چغې وهلې نو د هغې دا وجه نه وه چې ما يا زما وروڼو په دې روټ کومه
فاونډري جوړوله يا د ځينې وفاقي وزيرانو د وروڼو په څېر مې دلته ټېکه داري شروع
کوله، ما د نور پاکستان فکر کولو. ما دا غوښتل چې دلته پیدا کېدونکي دا نوي طالبان
کراچۍ، لاهور او پېنډۍ ته کډوال نه شي او هلته د خوشحاله ژوند کوونکو لپاره او زما
د ژورنالسټانو استاذانو لپاره سردردى جوړ نه شي، خو چې حکمرانان فقط د خپل کور د
ښه کولو لپاره دې ته وده ورکوي نو زه څه کولاى شم.
د ميا صیب او خان صیب بچي خو د مخکې نه بهر هېواد کې دي،
مونږ د قبايلي او وړو سيمو خلک په ژړا او مړينه عادت يو، خو زه په دې فکر کې يم چې
د وړو وړو غرضونو لپاره د ميا نواز شريف او عمران خان د مدحو ويونکو اولادونه به
څه کوي؟.